د تکزاس په يوه ګراژ کې څلور کسه موندل شي

د امریکا په ټکزاس ایالت کې چارواکي وايي، د هوسټن ښار په یوه ګراژ کې موندل شویو څلورو تنو پولیسو ته ویلي، چې دوی په دغه ځای کې یرغمل ساتل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغو کسانو ویلي، د خوړو او سګرټو په ژمنو غولول شوي وو او په زوره ترې د ټولنیز خوندیتوب اسناد اخېستل شوي وو.

دا څرګنده نه ده، چې دغه کسان به له څومره وخت راهیسې دلته ساتل شوي وي، خو راپورونو اټکل کړی چې په دوی کې یو تن له تېرو لسو کلونو راهیسې بندي ساتل شوی دی.

پولیسو ته د دغې ودانۍ په اړه د یوه ګاونډي له خوا خبر ورکړل شوی و.

یو تن په دې تړاو د پلټنو په موخه نیول شوی دی.