جاپان کې د شېنزو آبې ګوند بریا ترلاسه کړې

په جاپان کې د مشرانو جرګې لپاره د ټاکنو له نظر سنجیو ښکاري چې د لومړي وزیر شېنزو آبې واکمن ګوند بریا ترلاسه کړې ده.

که دغه خبر تایید شي نو ښاغلی آبې به په مشرانو او لسي جرګې دواړو کې اکثریت ترلاسه کړي.

خبریالان وايي د ټاکنو پایله به د لومړي وزیر شېنزو آبې اقتصادي پروګرامونو ته ډاډ ور په برخه کړي.