يو اوکراينی د سپين ږيري مسلمان پر وژلو محاکمه کېږي

بريتانوي پوليسو يو اوکراينی زده کوونکی په برمېنګم کې د يو سپين ږيري مسلمان په وژلو تورن کړی دی.

پوليسو د وژنې دغه پېښه "له ترهګرۍ سره تړلې" بللې ده.

۷۵ کلن محمد سليم تېر اپرېل هغه مهال په چاړه ووهل شو چې يوه جومات کې له لمانځه وروسته د کور پر لور روان و.

شکمن کس چې پاولو لاپشين نومېږي او د ماسټرۍ پړاو زده کوونکی دی د سې شنبې پر ورځ به محکمه کې راڅرګندېږي.

پوليس وايي دی به د انګلستان والسال، ولورهمپټن او تېپټن ښارګوټو کې له جوماتونو سره دبمي چاودنو په اړه هم پوښتل کېږي.