سوريه کې د يوې کورنۍ ۱۳ غړي وژل شوي

په سوريه کې د بشري حقونو یوې ډلې حکومت پلوي ځواکونه تورن کړي چې د سوریې ساحل ته څیرمه یې په یوه کلي کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو څارونکي وایي د بیضا په نوم دغه سني میشت کلي کې د قربانیانو په ډله کې څلور میرمنې او شپږ ماشومان شامل دي.

ځینې راپورونه و ایې دوی په ډزو وژل شوي ځینې نور بیا وایي هغوی په خپلو کورونو کې ژوندي سوځول شوي دي.