تایلنډ کې د موټرو ټکر ۱۹ کسان وژلي

د تایلنډ په مرکزي سیمه کې یو بس له یوې لارۍ سره ټکر شوی، چې له کبله یې لږترلږه ۱۹ کسان وژل شوي دي او ګاډو اور اخیستی دی.

د تایلنډ مرکزي سیمه کې یو بس له یوې لارۍ سره ټکر شوی، چې لږترلږه نولس کسان یې وژلي دي.

رپوټ وايي، چې ګاډو تر ټکر وروسته اور اخیستی.

پېښه کې لږترلږه شل کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د سې شنبې پر ګهیځ د تایلنډ سارابوري ولایت کې شوې ده.

دغه دوه پوړیزه بس له بنکاکه شمال ختيځ روی ات ته روان و، چې له یوې لارۍ سره تر ټکر وروسته یې اور واخیست.

تر اوسه د ټکر اصلي علت نه دی څرګند شوی، او دا هم لا جوته نه ده چې بس کې څومره کسان سپاره وو.