استرالیا د ډوبې شوې کښتۍ مسافر ژغورلي

له اندونیزیا نه راپورونه وايي، تر سلو ډېر هغه پنا غوښتونکي ژغورل شوي چې کښتۍ یې استرالیا ته په لاره ډوبه شوې ده.

د ژغورونکې ډلې مشر وايي، دا څرګنده نه ده، چې په دغه کښتۍ کې به څومره کسان سپاره وو او په خبره ېې په ژوندیو پاتې شویو پسې یې لټه لا هم روانه ده.

د استرالیا رسنیو خبر ورکړی، چې په کښتۍ کې ایراني او سریلانکايي پنا غوښتونکي سپاره وو او د سه شنبې په شپه د خرابې هوا له کبله ډوبه شوه.

د دغه هېواد لومړي وزیر کېوېن روډ په یوه خبرپاڼه کې ویېلي، د ده حکومت به په دې برخه کې تر خپلې وسې هر ډول مرسته وکړي.

تېره اونۍ ښاغلي روډ ویېلي وو، چې د سمندر له لارې ورتلونکي پنا غوښتونکو ته به په دغه هېواد کې د مېشتېدنې اجازه ور نه کړي. نوموړي وویل، چې دغه وروستۍ پېښه د ده د نوې تګلارې اهمیت په ډاګه کوي:

''دا پېښه په استرالیا کې د پناغوښتنې په تګلارې کې د بدلون اړتیا په ډاګه کوي. دغه نوې تګلاره قاچاقوړونکو ته څرګند پیغام رسوي، چې استرالیا ته د کښتۍ له لارې نور پنا غوښتونکي وا نه ستوي. موږ د دې شاهد یو، چې ډېر خلک په اوبو کې ډوبېږي، ډېر بې ګنا خلک په سمندر کې ورکېږي''.