تونس کې مخالف سياستوال وژل شوی

په تونس کې د مخالفانو يو مشر وژل شوی، چې په يو کال دوهمه مخوره وژل شوې څېره ګڼل کېږي.

محمد براهمي د پلازمېنې تونس په څنډو کې له خپل کور بهر په ډزو وژل شوی دی.

سلګونه کسان په تونس کې سړکونو ته وتلي او واکمن النهضة ګوند يې د ده په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې احتجاجيانو په سيدي بوزيد کې، چې د عربي پڅون زانګو بلل کېږي، د النهضة پر مرکزونو بريد کړی او اور يې وراچولی دی.

۶ مياشتې مخکې د مخالفانو يوې بلې مخورې څېرې شکري بلعيد وژنې پراخ لاريونونه وپارول، چې لومړي وزير هم په کې له دندې استفا وکړه.