جوزجان او کندوز کې عام وګړي وژل شوي

په جوزجان او کندوز ولایتونو کې د بریدونو په پایله کې نژدې پنځلسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جوزجان د آقچې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د رسنيو امر احمد مسعود بي بي سي ته ویلي چې په قربانیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

بل خوا د کندوز ولایت سیمه یز چارواکي وایي په یوه موټر کې د ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې یو امنیتي کارکوونکی وژل شوی دی.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني وایي په دې پېښه کې درې عام وګړي ژوبل شوي.