۴ چينايي کښتۍ د جاپان حريم ته ورننوتي

څلور چینایې ساحلي کښتۍ د سینکاکو په نوم لانجمنو ټاپو ګانو شاوخوا اوبو کې د جاپان حریم ته ننوتلي دي.

دغه کښتۍ هغو نا اشغال شویو ټاپو ګانو ته ننوتلي چې چین یې دیاویو ټاپوګان بولي.

د سمندري ایالت د ادارې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې دا د چین د واکمنۍ اعلان دی.

دا د چین د ساحلي ساتونکو د رسمي خدماتو تر پیل وروسته په خپل ډول کې د چین له خوا لومړنی ګام دی.

جاپاني چارواکي وایې کښتۍ درې ساعته وروسته له دغو ټاپو ګانو ووتلې.

څارونکي وایې وروسته له هغه چې تیر کال جاپان ځیني ټاپوګان له شخصي مالکانو څخه واخستل، چین په پرله پسې ډول په دې سیمه کې خپل حضور فعال ساتي.