د سمنګان والي له بمي بريده روغ وتلی

د سمنګان والي خيرالله انوش له يوه بريده ژوندی وتلی دی.

ولايتي چارواکي وايي له لرې کنټرولېدونکی دغه بم هغه مهال چاودلی چې ښاغلی انوش سهار مهال د دفتر پر لوري روان و.

په دغه بريد کې چاته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

بل خوا د بغلان امنيه قومندان اسد الله شېرزاد له يوه بمي بريده ژوندی وتلی.

دغه پېښه هم نن سهار هغه مهال رامنځته شوې چې ښاغلی شېرزاد د دفتر پر لوري روان و.

ښاغلي شېرزاد بي بي سي ته وويل په دغه پېښه کې دوه ملکيان وژل شوي او يو ساتونکی ټپي شوی دی.