کويټ: د نوي پارلمان لپاره رايې اچول کېږي

په کویټ کې نن خلک د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایې کاروي.

دا په اوو کلونو کې د پارلمان د غړو شپږم دور دی چې ټاکل کیږي.

د خلیج هیواد پارلمان د پام وړ واک لري، خو مخکي تر دې چې د کویټ له امیر شیخ صباح الاحمد الصباح له خوا منحل شي، له دغه واک څخه لږ کار اخلي.

ډیری مخالفو ډلو د ټاکنو په قانون کې د بدلون له کبله له وروستیو رایو سره پریکون کړی او وایې دا بدلون په پارلمان کې د دوی ګډون محدودوي.