امريکا کې سل تنه ماشومان له بدلمنۍ ژغورل شوي

په امريکا کې د خپلې بڼې تر ټولو سترو عملياتو کې د دغه هېواد پلټونو فډرالي ادارې (اېف بي ای) څه د پاسه سل تنه کم عمره (ماشومان) ژغورلي چې په زوره بدلمنۍ ته اړي شوي وو.

اېف بي ای په تېر دريو ورځو کې په ۷۶ ښاورنو کې چاپې وهلې او ۱۵۰ کسان يې نيولي چې دوی يې دلالان بولي، او تر ډېره په وړو هوټلونو، کازينوګانو او د لاريو تمځايونو کې وو.

اټکل دی دوی له جنسي جرمونو او بشري قاچاق سره په تړاو له دولتي او فډرالي تورونو سره مخامخ شي.

د اېف بي ای مرستيال مشر رون هوسکو وويل د ماشومانو بدلمني بيا هم د داسې څه په توګه پاتې ده چې ده د امريکا لروبر د ماشومانو پر وړاندې دوام لرونکی ګواښ وباله.