فلوريدا کې څو چاودنو ۷ کسه ټپيان کړي

د فلوریډا په مرکزي سیمه کې د ګازو په یوه کارځای کې پرله پسې چاودنو لږ تر لږه اووه کسان ژوبل کړي دي.

د چاودنو له کبله د کار ځاي په شاوخوا دوه کیلو متره سیمه کې اوسیدونکي له کورنو وتلي دي.

د ټاواریس ښارګوټي اوسیدونکو په وینا له هرو څو دقیقو وروسته چاودنو پرله پسې سیمه ولړزوله او د چاودنې له ځایه د اور لمبې او لوګي پورته کېدل.

اور له نژدې یوه ساعت وروسته مړ شو، خو هغږ ویډیوي کلیپونو کې چې له پاسه اخیستل شوي وو، وروسته هم په یوه پراخه سیمه کې د اور لمبې ولیدلې شوې.

له وروستیو شمېرنو سره سم پنځلس کسان بې درکه وو. دغه کارځای کې هوټلونو او نور اخلي پخلي کې استعمال لپاره د ګازو ډبې ډکېږي.