ننګرهار کې د مرستو پر مهال یو کس مړ شوی

د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې يو تن مړ او څو نور هغه مهال ټپيان شول چې د مرستو ترلاسه کولو پر وخت يې بيروبار او ګډوډي جوړه کړه.

چارواکي وايي دغو اړو کسانو ته د ولايتي ادارې مخې ته د مرستې پيسې ورکول کېدې.

د پيښې عيني شاهدان وايي چې د پوليسو له لوري د خلکو د خورولو لپاره هوايي ډزې هم شوي دي.

خو چارواکي يې نه مني. دوی وايي قربانيان د خلکو تر پښو لاندې شوي دي.