براډلي د امريکا پوځي محکمې تورن پېژندلی

د امریکا یوه پوځي محکمې ویکي لیکس ته محرم معلومات ورکوونکی براډلې میننګ تورن پېژندلی دی.

خو پوځي محکمې د بریډلي میننګ پر خلاف له دشمن سره د مرستې تور ونه مانه.

بل لور ته د ویکیلیکس سایټ موسس جولیان اسانژ د براډلي میننګ د مجرم پېژندلو حکم غندلی. براډلي میننګ زرګونه محرم اسناد د اسانژ افشاګرې ویبپاڼې ویکیلس ته ورکړي وو.

پنځه ویشت کلن میننګ له دشمن سره د مرستې کولو په شمول له ۲۲ تورونو سره مخامخ وو. محکمې د براډلي پر خلاف د غلا او کمپیوټر درغلۍ په شمول ۲۰ تورونه منلي دي.

بریډلي میننګ به تر ډېره وخته زندان کې وي، خو که د نوموړي پر خلاف له دشمن سره د مرستې تور ثابت شوی وای، نو ټول عمر به یې زندان کې تېراوه.

بریډلي میننګ ته به سزا وروسته وټاکله شي، ده ته تر ټولو ډېره سزا ۱۳۶ کاله ورکول کېدای شي.

براډلي میننګ منلې وه، چې ویکیلیکس ته یې اسناد ورکړي و او مقصد یې د امریکا د بهرنیو چارو پالیسۍ په اړه بحث پیل کول و.