حمص کې چاودنې ۴۰ کسان وژلي

له سوریې نه رپوټونه وايي، په حمص ښار کې د حکومت تر واک لاندې سیمه کې یوې درنې چاودنې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي دي.

په انټرنیټ کې یوه خپره شوې ویډیو چې په خپلواک ډول نه ده تاید شوې، په سیمه کې لوی اور ښيي.

په برتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څارنونکي ډله وايي، ظاهرا دغه چاودنه به هغه توغندیو رامنځ ته کړې وي، چې یاغیانو توغولي دي.

د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو د روانې اوونۍ په سر کې د حمص ښار ځینې برخې بېرته نیولې دي.