"خبري آژانسونو د ایراني ولسمشر خبرې بدلې کړي"

د ایران دولتي آژانس دوه نور خبري اژانسونه تورن کړي چې د اسراییلو په اړه یې د ولسمشر حسن روحاني خبرې بدلې کړې دي.

په تهران کې د فلسطینیانو په پلوي په یوې غونډې کې د ښاغلي روحاني له قوله ویل شوي چې "اسراییل یو زخم دی او باید له مینځه یوړل شي".

خو په هغې ویډیو کې چې بي بي سي هم لیدلې ده ښاغلی روحاني د اسراییلو له خوا د فلسطیني سیمو پر نیولو نیوکه کوي او دا خبره نه کوي چې اسراییل دې له مینځه یوړل شي.

کله چې د ایران د نوی ولسمشر له قوله ناسمې خبرې خپرې شوې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې اړ کړ چې ووايي "د ایران د نوی ولسمشر ریښتنې څیره له تمې ژر څرګنده شوه".