د رابټ موګابي ګوند په پارلمان کې اکثریت وګاټه

د زنبابوی د انتخاباتو کمیسیون وايي د ولسمشر رابټ موګابي ګوند په پارلمان کې لږ ترلږه دوه پر درې برخې اکثریت ګټلی دی.

په پارلمان کې دوه پر درې برخې اکثریت ګټل کافي ده چې اساسي قانون بدل کړای شي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې تراوسه پورې نه دي اعلان شوي.

مخالف ګوند چې مشري یې مورګن چنګرای کوي وار دمخه ویلي چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو له امله به د ټاکنو پایلې ونه مني.