حسن روحاني نن د ولسمشر په توګه کار پيلوي

د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر حسن روحاني به نن وروسته په رسمي توګه کار پیل کړي او د دغه هېواد له مذهبي مشر علي خامنه يي به هوکړه تر لاسه کړي.

ښاغلي حسن روحانی د ایران پخوانی اتومي چارو مرکچي دي او د جون میاشت کې په حېرانونکی ډول د ټاکنو په لومړي پړاو کې بریا تر لاسه کړه.

ښاغلي روحاني د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال په کورنیو او بهرنیو چارو کې د سمون راوستو ژمنه وکړه.

ده دغه راز ویلي وو، چې د ایران ګوښيتوب له منځه وړلو لپاره به کار وکړي، چې د محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ پر مهال ډېر شوی و.