امريکا: ۳ سوماليايانو ته سزا ورکول کېږي

د متحده ایالاتو په ویرجینیا ایالت کې یوه منصفه پلاوي د هغو دریو سومالیایانو لپاره د عمري بند سزا وړاندیز کړې، چې څلور امریکایان یې وژلي وو.

سومالي سمندري غلو ۲۰۱۱ کال کې د شمالي افریقا په سمندر کې څلور امریکایان په خپله کښتۍ کې وژلي وو.

دا د سمندري غلا لومړۍ قضیه وه، چې د امریکا څارنوالانو په کې د اعدام د سزا غوښتنه کوله.

په همدې قضیه کې ۱۱ نورو تورونو خپل جرم منلی او په زندان کې عمري بند تېروي.

دوی د سمندري غلو د هغې ډلې غړي و، چې د هند په سمندر کې یوې کښتۍ ته وختل او څلور امریکایان یې د تاوان لپاره وتښتول.