ريل ګاډي کې چاودنې ۱۶ کسه ټپيان کړي

د پاکستان له لاهور ښار نه کراچۍ ته روان ريل ګاډي کې له ټوبه ټيک سنګهـ سيمې سره نژدې چاودنه شوې ده.

حکومتي تلويزيون وايي دغې چاودنې يو ماشوم وژلی او ۱۶ کسه نور يې ټپيان کړي دي.

د دريو ټپيانو حالت نازک ښوول شوی دی.

پوليس وايي چې په يوه ډبه کې له اتو تر لسو کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ايښودل شوي و.

تر اوسه د چاودنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.