'د روحاني حکومت د امريکا ملګری کېدای شي'

سپینه ماڼۍ وايي که د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني حکومت د اتومي پروګرام لپاره په جدي توګه د سوله ییزې لارې په لټه کې شي نو امریکا به همکار ملګری بیامومي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د ولسمشر روحاني د کار پيل د ایران لپاره یو فرصت وباله چې په ترڅ کې یې د نړېوالې ټولنې ژورې اندېښنې پای ته ورسوي.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر روحاني پر متقابل دروناوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ستونزې په حل کې ټولې ښکیلې خواوې دې په شفافیت ډول کار وکړي.

نوموړي پر لویدیځ غږ وکړ چې د ده په وینا نور دې د بندیزونو په ژبه خبرې نه کوي.