جلال اباد ښار کې چاودنې ولسي وګړی وژلی

د افغانستان ختيځ جلال اباد ښار کې چاودنې لږترلږه یو ولسي وګړی وژلی یو پولیس یو ولسي وګړی یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د جلال اباد ښار تلاشۍ چوک کې د سې شنبې پر ورځ شاوخوا یوولس بجې شوې.

دغه چوک کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي.

چاودنه له سیمې د پولیسو د یوه رینجر د تېرېدا پرمهال شوې ده.

د جلال اباد امنیتي چارواکي وايي، لا څرګنده نه ده چې ایا دا ریموټ کنټرول ماین و او که سړک غاړې ماین.