يمن د القاعده بريدونو له وېرې امنيت ټينګ کړی

یمن د القاعدې د بریدونو د ګواښونو پر ضد د خپلو حکومتي ودانیو او نورو مهمو هدفونو بې ساری امنیت ټینګ کړی دی.

سلګونه زرې موټر پلازمینې صنعا ته پر داسې مهال استول شوي، چې امریکا د خپل سفارت ټول کاروکونکي له دغه ښار څخه ایستلې دي.

د حکومت یوه ویاند ویلي القاعده پلان لري، چې د تیلو نل لیکې والوځوي او بندرونه ونیسي.

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې امریکا په یمن کې دالقاعده پرضد د ممکن بریدونو لپاره ځانګړی چمتوالی نیسي.