غزني کې د مشرانو جرګې غړې برید کې ټپي شوې

په مشرانو جرګه کې د فراه ولایت استازې روح ګل او مېړه یې وسله والو طالبانو برید کړی چې دواړه یې ټپیان کړي، خو یوه لور او ساتونکی یې وژل شوي.

د غزني د والي ویاند محمد علي احمدي وايي، روح ګل او مېړه یې له کابله فراه ته روان وو، چې د غزني مقر ولسوالۍ اړونده سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.

سرچینه وايي، پېښه د چارشنبې په سهار شاوخوا اته بجې شوې ده.

غزني کې زموږ خبریال اسدالله جلالزی وايي، د طالبانو تر برید وروسته نښته شوې ده.

مېرمن روح ګل او مېړه یې ټپیان دي، چې دا مهال ګیلان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو روغتون کې دي.

طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.