طالبانو کې له افغان حکومت سره خبرې رد کړې

په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې، وسله والو طالبانو د خپلو استازو او افغان حکومت تر منځ خبرې رد کړې. له دې مخکې ویل شوي وو، چې لومړی ځل د افغان چارواکو او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې شوې. لوړ پوړو افغان مقاماتو کابل کې بي بي سي ته ویلي و، چې دغه خبرې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس معصوم ستانکزي او طالب مرکچیانو تر منځ دوبۍ کې تر سره شوې دي. دغو مقاماتو ویلي و، چې امریکایان او پاکستانیان هم د دې خبرو پر مهال موجود وو. د دې خبرو د کره مهال په اړه دم ګړۍ څه نه دي ویل شوي.