موګاديشو کې په وسلو بار الوتکې اور اخيستی

د سوماليا د پلازمېنې موګاديشو په نړيوال هوايي ډګر کې د ايتوپيا په يوه پوځي الوتکه کې له ښکته کېدو وروسته اور لګېدلی دی.

امنيتي چارواکي وايي، الوتکه په وسلو بار وه.

د هوايي ډګر کارکوونکي وايي په الوتکه کې د اور له لګېدو وروسته د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

دغه پوځي الوتکه شپږ تنه عمله لري، خو په اړه يې کره مالومات نه شته چې دوی ته هم زيان رسېدلی که نه.

د موګاديشو هوايي ډګر تر ډېره له القاعده سره د تړلو جنګيالو پر ضد کارول کېږي او دغلته پوځي الوتکې ښکته کېږي.