طالبانو د هند څرګندونې رد کړې

وسله والو طالبانو د هندي چارواکو هغه ادعا رد کړې ده، چې ګني له پاکستان سره پر پوله د هند پنځه سرتېري د افغانستان طالبانو وژلي دي.

د ذبیح الله مجاهد له ادرسه یوه خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې دوې ورځې وړاندې پنځه هندي سرتېري له پاکستان سره پرپوله وویشتل او ووژل شول، چې لومړی یې هند پړه پر پاکستان، خو بیا وروسته یې په دې وژنه کې د افغانستان وسله وال طالبان پړه وبلل.

طالبان وايي، د هند دغه تور په کلکه ردوي او وايي چې طالبان هېڅ ګاونډي ته زیان نه رسوي، خو د بل زیان هم نه شي منلی.