مسکو کې د ځغاستې نړیواله سیالي

لږ وروسته مسکو کې د ځغاست لوبو یا ایتلېټیکس نړیوالې سیالۍ پیلېدونکې دي.

د سیمې او نړۍ له نژدې دوو سوو هېوادونو څخه نژدې دوه زره لوبغاړي دغو سیالیو کې برخه اخلي.

د سیالیو په لومړۍ ورځ د د دغو لوبو نړیوال اتل، د جېمېکا اوسین بولت او د اولمپیک لوبو دوه ځلې اتل د برتانیا مو فرح په ګډون وتلي لوبغاړي د سیالیو ګډونوال دي.

د دغو سیالیو د تر سره کولو پر چارو د ممنوع درملو کاروونې یو لړ پېښو سیوری غوړولی و.

خو د سیالیو منتظمین وايي، دوی به دې درملو د مخنیوي لپاره تر ټولو زیات هر اړخیز پروګرام پلي کړي.