هندي غاړې کشمير کې د ګرځبندیز په خاطر ډزې وشوې

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې امنیتي ځواکونو یوه کلي کې ګرځبندیز پلي کولو لپاره هوايي ډزې کړې.

دغه ګرځبندیز د ځايي مسلمانانو او هندوانو په یوه ګډ کلي کې د دواړو مذهبونو د پیروانو تر منځ له اخ و ډب رامنځ ته کېدو وروسته ولګېد.

د جمعې په ورځ کشتوار نومي کلي کې د دواړو لوریو ترمنځ په اخ و ډب کې د دوو کسانو له وژل کېدو او ۲۰ نورو له ټپي کېدو وروسته پوځيان ځای پر ځای شول. رپوټونو کې ویل شوي، چې د اختر له لمانځه وروسته د مسلمانانو له خوا د هند ضد شعارونو خلاف د هندوانو له اعتراضونو وروسته شخړه رامنځ ته شوه.

چارواکي وايي اوس هم سیمه کې حالات ترینګلي دي او د حالاتو کنترولو لو لپاره سیمې ته اضافي پوځیان استول شوي دي.