ایټالیا کې د شپږو کډوالو جسدونه موندل شوي

ایټالوي چارواکي وايي سسلي کې یې له یوه ساحل څخه د یوه ځوان هلک په ګډون د شپږو کډوالو جسدونه موندلي دي.

له سلو ډېر نور کډوال نن ګهیځ وختي د کب نیونکې کشتۍ په وسیله دغه ځای ته ورسېدل.

کشتۍ له ساحله ایله ۱۵ متره لېرې وه، چې ځینې سپرلۍ یې د لامبو نه زده کړې له کبله ډوب شول.

چارواکي باوري دي، چې دغه ټول کډوال سوریایان دي.

دغه پېښه کاتانیا ته د دریو بحري بېړیو له رسېدو سره هم مهاله رامنځ ته شوه.

د سیلانیانو بسونه له امبولانسونو او مرستندویه کارکوونکو سره یو ځای شول.