هلمند کې ترافیکي پېښې څلور کسان وژلي

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د هلمند ولایتي ویاند عمر ځواک وایي چې پېښه ددغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په کندهاري بازار کې د یوه ۳۰۳ بس او کرولا موټر د جنګېدو له کبله رامنځ ته شوې ده.

ښاغلی ځواک وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول د کرولا موټر سپرلي وه چې له کندهاره د هرات پر لور روان وو.

نوموړی زیاتوي، په وژل شوو کې دوې مېرمنې هم دي.

چارواکي زیاتوي چې د بس چلوونکی یې نیولی او لومړۍ پلټنې ښيي چې ددغه پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د بس چلوونکي بې احتیاطي وه.

د کندهار د میرویس روغتون چارواکي وایي د اختر په دریو ورځو کې په جلا ترافیکي پېښو کې ګڼ کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي.