'اسراییل د سولې خبرو کې خنډ اچوي'

د فلسطينيانو استازو پر اسراييلو تور پورې کړى چې د راتلونکې اوونۍ په وروستيو کې د سولې د کېدونکو خبرو اترو د ويجاړولو هڅې کوي.

د فسطيني استازو دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې په نيولو شويو سيمو کې د يهودي ښارگوټو جوړولو پلان د غځولو اعلان وشو.

د فلسطينيانو يوۀ لوړ پوړې چارواکې بي بي سي ته وويل په لوېديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې د اسراييليانو له لوري د څه د پاسه ١٠٠٠ نويو کورونو جوړول په لوى لاس يوه هڅه ده چې د سولې هر راز شونتيا له منځه يوسي:

''دا يو شخصي نظر دى او نه غواړم چې رسمي نظر وړاندې کړم، خو زما په اند اسراييل دا خبرې اترې په بشپړه توگه بي ربطه او بي مانا کوي. داځکه چې اسراييل حقايق رامنځته کوي.

او بايد ورسره حساب وشي. نو که امريکا او نړېواله ټولنه د اسراييلو مخنيوى نه شي کولى نو ښايي چې يوه نړېواله محکمه دا چاره ترسره کړي''.