چین دوه کسان په اعدام محکوم کړي

په چین یوې محکمې دوه کسان د دغه هېواد د لوېدیځې سیمې سینکیانګ په نښتو کې د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم کړل.

دغه نښتې په تېر اپریل میاشت کې رامنځته شوې وې او په ترڅ کې یو ویشت تنه وژل شوي وو.

د چین دولتي رسنیو ویلي درې تنه نور د پولیس او د سیمې د ځايي اوسیدونکو ترمنځ چې بېلابېلو قومونه په کې اوسیږي په نښتو کې د لاس لرلو په تور د اوږدې مودې په بند محکوم شوي دي.

په سویلي ښار کاشګار کې یوې محکمې تورن کسان په وژنو او ترهګرۍ کې د لاس لرلو له امله مجرم وبلل.

په سینکیانګ کې د ایغور لږکیو او د چینايي قوم هان ترمنځ نښتې رامنځ ته کېږي.