د ولسي جرګې افغان استازی له بریده روغ رمټ وتلی

په ولسي جرګې د بلخ د خلکو استازی احمد شاه رمضان له يوه بريده روغ وتلی، خو په دغه بريد کې د ده درې ساتونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د دوی د موټرو په کتار هغه مهال د دوشي پلخمري ترمنځ سهار وختي ماين وچاوديد چې غوښتل يې کابل ته ولاړ شي.

د بريد مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د بغلان چارواکي يې عاملين د هېواد دښمنان بولي.

احمد شاه رمضان چې بريد کې زيان نه دی ورته رسېدلی، بي بي سي ته پر دوی د بريد کيسه داسې وکړه:

(( د شپې دوه بجې مو د کابل پر لوري حرکت وکړ. د دوشي او پلخمري ترمنځ لار کې زموږ دوه موټر تېر شول او دريم ماين والوځاوه. زما درې ساتونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. ما په يوه بله لار ځان بلخ ولايت ته ورساوه.))

په يوه بله جلا پېښه کې د فارياب په المار ولسوالۍ کې يوه ماين دوه کسه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د وژل شويو يو تن يې پوليس او بل يې موټر چلوونکی دی.

د فارياب پوليس وايي دغه بريد تېر ماښام شوی دی.