م. م. سوريې ته د وسلو د څارونکو تګ حتمي دی

ملګري ملتونه وايي، سوریې ته د کیمیاويي وسلو د څارونکو تګ حتمی دی.

د یوه ویندوی ایډوارډو بویې په وینا سوري حکومت اوس هغه څه چې پر اساس به یې د څارونکو ډله تر ۱۴ ورځو پورې دغه هېواد کې پاتې شی.

دوه اوونۍ مخکې ملګرو ملتونو ویلي و اصولاً دمشق منلې، چې څارونکو ته به اجازه ورکړي، چې دریو هغو ځایونو ته لاړ شي، چې ادعا کېږي، کیمیاوي وسلې په کې کارول شوې دي.

دې کې حلب ښار ته نژدې هغه ځای هم یادېږي، چې د سوریې حکومت ادعا کوی، مارچ میاشت کې یاغیانو په کې کیمیاوي وسله کارولې او ۲۶ کسان یې وژلي دي.