بانکي مون نن د اسراييلو له ولسمشر سره ګوري

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پېلدو د هڅو د ملاتړ په بهیر کې نن د اسراییلو له ولسمشر سره وګوري.

ښاغلي بان سیمې ته دوه ورځنی سفر کړی دی.

ښاغلي بانکي مون د پنجشنبې په ورځ ویلي وو د اسراییلو له خوا د بیت المقدس په ختیځ او لویدیځه غاړه کې د هستوګنې کورونو جوړولو خواشینې کړی دی.