د حسني مبارک محاکمه بلې يکشنبې ته ځنډېدلې

د مصر په پلازمېنې قاهره کې یوې محکمې د پخواني ولسشمر حسني مبارک بیا محاکمه د راتلونکې یکشنبې تر ورځې ځنډولې ده.

پر پخواني ولسمشر د نژدې ۸۰۰ هغو احتجاج کوونکو په وژنه کې د لاس لرلو تورونه لګېدلي دي، چې د ۲۰۱۱ کال په جنوري پاڅون کې یې برخه درلوده.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر حبیب العدلي، د مبارک دوه زامن الا او جمال او شپږ نور لوړ پوړي امنیتي سلاکاران هم دغه جنجالي قضیه کې تورن شوي دي.