پوليس د ډيانا د مرګ په اړه تازه مالومات څېړي

د برتانیې د پلازمېنې لندن پولیس وايي، چې په ۱۹۹۷ کال کې په پاریس کې د دغه هېواد د پخوانۍ شهزادګۍ ډیانا او د هغې د ملګري دودي الفاید د مرګ په اړه د تازه تر لاسه کړو مالوماتو په اړه پلټنې کوي.

راپورونه وايي، چې یوې پوځي سرچینې د سنډی پیپل په نامه له یوې برتانوۍ ورځپاڼې سره اړیکه نیولې او په یاده پېښه کې یې پوځ په لاس لرلو تورن کړی دی.

پولیسو د دغو مالوماتو د محتوا له تاییدولو انکار کړی خو زیاته کړې یې ده چې د دغو مالوماتو باور او اعتبار ارزوي. دوی همداراز ټینګار کوي، چې د دغې قضیې په اړه پلټنې له سره نه پیلوي.

په ۲۰۰۸ کال کې یوې پلټنې ومونده چې دغه دوه تنه په ناقانونه توګه د دوی د موټر چلوونکي د سترې بې غورۍ له کبله ووژل شول. د پلټنې له مخې، د هنري پال په نامه دغه موټر چلوونکی نېشه و او ډېر تېز روان و.