برتانيا نن يمن کې خپل سفارت بېرته پرانېزي

په یمن کې د برتانیې سفارت به نن له یوولسو ورځو وروسته بېرته پرانېستل شي.

دغه سفارت د یوه امنیتي خبرداري له امله تړل شوی و. برتانیه د یو شمېر هغو لوېدیزو هېوادونو په ډله کې وه، چې وروسته له هغې یې په یمن کې خپل سفارتونه وتړل او کارکوونکي یې ترې راوویستل چې امریکا د القاعده د یوه شوني برید په اړه خبرداری ورکړ.

د امریکا امنیتي چارواکو ویېلي وو، چې د القاعده د مشر ایمن الظواهري او په دغې شبکې پورې تړلې د یوې یمني ډلې مشر تر منځ یې مخابراتي اړیکې کشف کړي دي.