اسراییل وايي د سولې لپاره مهمې پرېکړې لري

له فلسطینیانو سره د سولې په خبرو کې د اسرایلو مشرې استازې وړاندویېنه کړې، چې د خبرو اترو روانه لړۍ به د دې په وینا د اسرایلو لخوا د کړکېچ د ختمولو په موخه له مهمو پرېکړو سره یو ځای پای ته ورسي.

تسیبي لیفني د امریکا په ملاتړ د یادو خبرو د دویم پړاو په پای کې دا څرګنده نه کړه چې دا پرېکړې به څه وي.

خو مېرمن لیفني دا هم وویل، چې د اسرایلو په ایتلافي حکومت کې محافظه کارو یهودي عناصرو د یوه فلسطیني دولت د جوړېدو پر وړاندې درېدو د دې دنده سخته کړې ده.