ننګرهار کې چاودنې دوه پولیس وژلي

د افغانستان ختيځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، خېوه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه سیمه ییز پولیس وژلي دي.

په دې چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي.

سیمه ییز چارواکي وايي، ټپیانو کې د سیمې د پولیسو قومندان هم دی.