غزني کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ یوې اړوندې سیمې کې د احمد شاه ابدالی ترانسپورتي شرکت یو ۳۰۳ ډوله موټر چپه شوی، چې له کبله یې دوه تنه مړه شوي او دیارلس نور ټپیان دي.

د غزني د ملکي روغتون رییس باز محمد همت وايي، له دې پېښې روغتون ته د دوو کسانو مړي راوړل شوي.

وايي چې ټول ټپیان نارینه او د شمالي ولایتونو مسافر دي.

یو ټپي مسافر غلام حضرت وايي، موټر سم روان و، چې ناڅاپه له سړکه ووت او چپه شو.

دی وايي، شاید موټروان به په دې وخت کې ویده و.

پېښه د قره باغ لېونۍ بازار ته نژدې شوې ده.