موګابې د اووم ځل لپاره د زمبابوې ولسمشر شو

د زمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې د اوومې دورې لپاره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د پلازمېنې هرارې په یوه لوبغالي کې ډېر خلک د دې مراسمو لپاره راټول شوي دي.

په همدې مناسبت دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان شوې.

د لوړې مراسم د ښاغلي موګابې د لوی سیال مورګان چانګیرای له لوري محکمې کې له یوې دعوی وروسته ځنډول شوی وو.

نوموړي ټاکنو کې د پراخو درغلیو تورونه پورې کړي وو، چې د زمبابوې د اساسي قانون محکمې رد کړل.