د جنسي تېري قرباني نجلۍ ته د دورو سزا لغوه شوه

مالدیب کې سترې محکمې په عام محضر کې د جنسي تېري د یوې ښکار شوې پنځلس کلنې نجلۍ لپاره د دورو سزا لغو کړې ده.

د محکمې په وینا دغه نجلۍ چې ناسکه پلار یې پر هغې د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي، په تېروتنه له واده مخکې له یوه بل سړي سره په زنا تورنه شوې وه.

سږ کال چې دغه نجلۍ اتلس کلنه شوه، د سلو دورو په سزا محکومه شوې وه.

خو نړیوالو غوښتنو پسې د حکومت له استیناف غوښتنې وروسته دغه پرېکړه رد شوه.

ملګرو ملتونو له مالدیبه څو ځلې غوښتي، چې په عام محضر کې ښځو ته د ناروا جنسي اړیکو سزا ورکول پای ته ورسوي.