اخوان المسلمین د 'شهادت' ورځې ملاتړ غواړي

مصر کې اخوان المسلمین له خپلو پلویانو غوښتي، چې د جمعې له لمانځه وروسته د هغه څه ملاتړ وکړي، چې دوی د شهادت ورځ بللې.

د بي بي سي د منځني ختیځ خبریال وايي، د اخوان المسلمین پلویان تېره اونۍ قاهرې کې د دوی د کمپونو ویجاړولو له پېښې وروسته، چې تشدد په کې رامنځ ته شو وېرېدلي دي او د موقت حکومت له خوا لګول شوی بندیز هم لیدل شوی دی.