پر ژورنالستې د جنسي تېري په تور سړي نیول شوي

د هند په ممبۍ ښار کې پولیس وايي، د پنجشنبې په ورځ یې پر یوې خبریالې د جنسي تېري په تور یو شمېر سړي نیولي دي.

پر ۲۲ کلنې خبریالي هغه مهال برید وشو، چې د یوې ویرانې فابریکې تصویرونه یې اخیستل.

د هغې نارینه همکار تړل شوی او ډبول شوی و.

دغه پېښه چې پلازمېنه ډیلي کې د ډله ییز جنسي تېري پروسږنۍ پېښې ته ورته ده، د هېواد په کچه خلکو کې غصه پارولې.

ویل کېږي، چې د تېري ښکار ښځه روغتون کې ده او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.