د کندوز پر لار د مېرمنو په ګډون ۵ کسان وژل شوي

د افغانستان په شمال کې د کندوز او بغلان پر لویه لاره پرون " جمعه " ناوخته د نامعلومو وسلوالو په برید کې د درې مېرمنو او یوې ماشومې په ګډون پنځه تنه وژل شوي او دوه نورې مېرمنې ټپیانې دي.

د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان عبد المجید بي بي سي ته وویل وژل شوي او ټپیان د دې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قومندان د کورنۍ غړي وو چې پرون ناوخته د بغلان ولایت په چارشنبې تېپه سیمه کې پرې وسله وال برید شو.

د نوموړي په وینا وژل شوی نارینه چې موټر چلوونکی وو د سمیه ییزو پولیسو د قومندان وراره دی.

عبد المجید زیاته کړه دغه کسان بغلان ولایت ته په یوه واده کې د ګډون لپاره تللې وو چې د راګرځیدو پرمهال د نامعلومو وسلوالو له خوا پرې برید وشو.