د سولې په اړه د کولمبیا ولسمشر وړاندیز

د کولمبیا ولسمشر جان مانول سانتوس حکومتي مرکچیانو ته یو ځل بیا ویلي چې د فارک ډلې له خوا د سولې د خبرو د ځنډولو وروسته د سولې د وروستي جور جاړي په اړه د ده وړاندیز وڅېړي.

ولسمشر سانتوس ویلي د ده د مرکچیانو ډله به هغه مهال د خبرو مېز ته ور وګرځي چې ده مناسبه وګڼله.

د پنجشنبې په ورځ د کولمبیا ولسمشر د دغه هېواد پارلمان ته وړاندیز وکړ چې راتلونکی کال د ولسمشر او یا پارلماني ټاکنو په ورځ رېفرېنډم یا ټولپوښتنه ترسره شي.

فارک ډله د سولې د وروستي جوړجاړي لپاره د رېفرېنډم پر ځای د ګډې شورا غوښتنه کوي.

په هاوانا کې د سولې د خبرو په اوسني پړاو کې حکومت او فارک ډله په سیاست کې د دې ډلې د برخې اخیستو په اړه خبرې کوي.