د حسني مبارک بیا محاکمه کېدل

د مصر پلازمېنه قاهره کې د پخواني لیرې کړای شوي ولسمشر حسني مبارک او د هغه د دوو زامنو او د کورنیو چارو پخواني وزیر محاکمه پیلېږي، خو د اخوان المسلمین ګوند د مشرانو محاکمه د هغوی د ناسوبتیا له کبله ځنډول شوې ده.

دغه محاکمه د ''پېړۍ محاکمه'' بلل شوې ده.

حسني مبارک د قاهرې د جنایتونو په تور محاکمه کېږي، چې د پولیسو اکاډیمۍ کې یې د محاکمې جریان د یکشنبې پر ورځ پیل شو.

له نوموړي سره د هغه د دوو زامنو علاء او جمال او د کورنیو چارو د هغه وخت وزیر حبیب العادلي او شپږو نورو هغو مرستیالانو محاکمه هم کېږي، چې د لاریون کوونکو په وژنو او مالي فساد کې مسؤول بلل شوي.

مصر کې د بي بي سي خبریال عطیه نبیل وايي، د د محکمې ودانۍ مخې ته د حسني مبارک ځینې پلویان هم راغونډ شوي وو.

تېر کال حسني مبارک په عمري بند محکوم شوی و.